Click here or press Escape to leave this site now

Call us for support on Support line 03330 066909
Text us on Text us on 07451 288080
Mon, Tue, Wed, Fri 1-5pm

Rape Crisis Scotland helpline 08088 010302
Daily 5pm-midnight

Donate now

Information in Pashto

موږ څوک یو او دنده مو څه ده

موږ یو خیریه بنسټ یو چې د هغو کسانو په اړه وړیا او محرم معلومات او ملاتړ چمتو کوو چې د جنسي زورونې یا جنسي تاوتریخوالي ښکار شوي وي. موږ د ټولو هغو اشخاصو نه ملاتړ کوو چې په Highland ژوند کوي او عمر یې 13 کاله یا تر هغې لوړ وي. موږ له هرډول جنسیت لرونکو اشخاصو څخه ملاتړ کوو. موږ کولی شو د مېرمنو او نجونو لپاره جداګانه لیدژمنې یا ملاقاتونه چمتو کړو.

 

جنسي تاوتریخوالی یا جنسي زورونه څه ته وایي؟

هرډول نامشروع اړیکه یا چلند. په دې کې کېدی شي نامناسب لمس یا مچه، ځورونه، تېری، له اجازې پرته د شخصي عکسونه استول، یا د یوه داسې جنسي حرکت ترسره کول چې متقابل لوری یې نه غواړي.

 

ملاتړ او لاسرسی

د ملاتړ په برخه کې زموږ خدمات داسې طرح شوي دي چې شخص سره مرسته کوي ترڅو وکولی شي د روحي صدماتو پروړاندې مبارزه وکړي، خپل احساسات بیان کړي او د درملنې او بیارغېدنې په برخه کې پرمختګ وکړي.

زموږ کارکوونکي داسې روزل شوي متخصصان دي چې د خلکو لپاره یو مصؤن، حمایوي او متعادل چاپېریال رامنځ ته کوي ترڅو وکولی شي د خپلو تجربو یا هغو ستونزو په اړه معلومات راکړي چې ښائي هغوی ورسره لاس او ګرېوان وي.

د ملاتړ په اړه په Inverness کې ترسره کېدونکې ناستې ښائي په حضوري ډول او یا هم زموږ د هغو کارکوونکو لخوا وي چې کولی شي په سراسر Highland کې سفرونه وکړي ترڅو خلکو سره د هغوی په خپلو سیمو کې لیدنې وکړي.  دغه راز موږ د تلفون یا ویدیو کال له لارې هم د نوبت نیونې یا ملاقات چمتو کولو خدمات لرو.

 

مشوره

مشوره یعنې زموږ لخوا د داسې ملاتړ ترلاسه کول چې وکولی شئ خپل نظریات او غوښتنې وړاندې او له خپلو حقه حقونو دفاع وکړئ. که چېرې په دا وروستیو او په تېره کې د جنسي تېري یا جنسي تاوتریخوالي تجربه لرئ، د RASASH د مشورتي خدماتو اداره کولی شي تاسو ته د عدلي سیستم په اړه معلومات درکړي.

که غواړئ پولیسو ته د پېښې په اړه معلومات ورکړئ، زموږ د متخصصینو ټیم هم کولی شي تاسو سره په دغې پروسه کې ملتیا وکړي. مثلا موږ کولی شو تاسو سره د عدلی طب لپاره د نوبت نیونې، پولیسو ته د اظهاراتو د ورکولو او په محکمه کې د نوبت نیونې په برخه کې تاسو سره مرسته وکړو.

 

د ملاتړ مرجع

کله چې غواړئ خبرې وکړئ او غږ مو واورېدل شي، نو RASASH هلته ستاسو د ملاتړې په حیث موجوده وي. د هغوی کارکوونکي ژمن او روزل شوي اشخاص دي چې تاسو سره په نرمۍ او مهربانۍ سره چلند کوي. دغه راز هغوی کولی شي تاسو لپاره لیدژمنې یا ملاقاتونه چمتو کړي ترڅو وګوري چې آیا زموږ لخوا عرضه کېدونکي خدمات کولی شي ستاسو لپاره کافي ملاتړ چمتو او ستاسو ټولو هغو پوښتنو ته ځواب ووایي چې د خپلو انتخابونو په اړه یې لرئ.

 

د ژبې یا ژباړې خدمات

موږ کولی شو تاسو لپاره ترجمان وګومارو ترڅو تاسو سره د افهام او تفهیم په برخه کې مرسته وکړي. موږ کولی شو دغه خدمات تاسو ته د تلفون له لارې وړاندې کړو، او همدارنګه موږ کولی شو د اړتیا په صورت کې تاسو ته په حضوري ډول هم ترجمان وګومارو. زموږ ژباړونکي مسلکي اشخاص دي چې د محرمیت په برخه کې زموږ پالیسیو ته سخت ژمن دي، دا ځکه چې ستاسو مصؤنیت او هوساینه زموږ لومړیتوب دی.

 

محرمیت

موږ له پولیسو، NHS یا عامې روغتیا وزارت، ټولنیز کارکوونکي یا بل هرډول بنسټ، ګروپ او محلي ادارې څخه مجزا او خپلواک یو. موږ ستاسو هغه معلومات چې د RASASH هرې برخې یا هر شخص ته مو ورکړي دي، چا سره نه شریکوو، مګر په هغه صورت کې چې تاسو یې خپله غوښتنه وکړئ، یا دا چې تاسو یا کوم بل شخص د جدي ګواښ سره مخ وئ. موږ ستاسو شخصي حریم ته درناوی لرو او په هروخت کې ستاسو له حقونو دفاع کوو.

 

څنګه کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ

کولی شئ موږ سره د ایمېل، لیکلي پیغام یا تلفون له لارې اړیکه ونیسئ. زموږ د ملاتړ کرښه/اداره دوشنبه، سه شبنه، چهارشنبه او جمعه د ماسپښین له 1pm څخه د مازدیګر تر 5pm پورې پرانیستې ده.

ایمېل: support@rasash.org.uk

پیغام ثبتوونکې شمېره:07451288080

تلفون:03330 066909

 

Make a donation

We are grateful for any donations to help us continue our work.

Donate here

Loading